Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الحج — آیت 36 (پښتو) — ویډیو

الحج • آیت نمبر 36 (ټولې 78 آيتونه) • پښتو


وَالْبُدْنَ جَعَلْنَاهَا لَكُمْ مِنْ شَعَائِرِ اللَّهِ لَكُمْ فِيهَا خَيْرٌ ۖ فَاذْكُرُوا اسْمَ اللَّهِ عَلَيْهَا صَوَافَّ ۖ فَإِذَا وَجَبَتْ جُنُوبُهَا فَكُلُوا مِنْهَا وَأَطْعِمُوا الْقَانِعَ وَالْمُعْتَرَّ ۚ كَذَٰلِكَ سَخَّرْنَاهَا لَكُمْ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ 36
ترجمه:
او (د هدیې) اوښان (او غوایان) مونږه هغه تاسو لپاره د الله له نښو څخه ګرځولي دي، تاسو لپاره په دغو كې خیر دى، نو تاسو په دغو باندې د الله نوم یادوئ، په داسې حال كې چې ولاړ وي، نو كله چې د دوى اړخونه پرېوځي، نو له دغو نه خورئ او په صبر كوونكي او په بې صبره (سوالګري فقیر) يې خورئ، همداسې تاسو لپاره مونږ دغه تابع كړي دي، د دې لپاره چې تاسو شكر وباسئ الحج ۲۲:۳۶
تفسیر:
او اوښان او غواګانې هغه چې بیت الله شرېف ته هدیه کیږي؛ مونږ ګرځولي ستاسې لپاره نښې د دین، شته دی په دې کې ستاسې لپاره فاېدې دینې او دنیوي، نو ووایاست: (بسم الله) په وخت د حلالولو د هغې کې وروسته د دې نه چې یوځای برابرې کړي پښي خپلې او دا ولاړ وي او مخې ته یوه پښه ئې تړل شوي وي د دې لپاره چې ونه تښتي، نو کله چې راوغورځيږي وروسته د هغه د حلالولو نه په خپل اړخ باندې، نو خورئ تاسې -ای هدیه کوونکو- د دې نه، او ورکړئ د دې نه هغه فقیر ته چې د سوال کولو نه ځان ساتي، او هغه فقیر ته چې سوال کوي، نو لکه څرنګه چې مونږ دا تاسې ته تابع کړي د دې لپاره چې تاسې پرې بارونه ویسئ او تاسې پرې سواره شئ؛ همداسې مونږ دا تاسې ته تابع کړي نو هغه ځای ته ځي چې تاسې ئې هلته حلالولوئ؛ د وجې د نږدېکت نه الله تعالی ته د دې لپاره چې تاسې شکر وباسئ په دې نعمت د الله تعالی چې تاسې ته ئې دا تابع کړي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الحج • آیت 35 راتلونکې الحج • آیت 37