Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الحج — آیت 45 (پښتو) — ویډیو

الحج • آیت نمبر 45 (ټولې 78 آيتونه) • پښتو


فَكَأَيِّنْ مِنْ قَرْيَةٍ أَهْلَكْنَاهَا وَهِيَ ظَالِمَةٌ فَهِيَ خَاوِيَةٌ عَلَىٰ عُرُوشِهَا وَبِئْرٍ مُعَطَّلَةٍ وَقَصْرٍ مَشِيدٍ 45
ترجمه:
نو څومره ډېر كلي دي چې مونږ هغه هلاك كړي دي، په داسې حال كې چې هغه ظالمان وو، نو دغه (كلي) په خپلو چتونو پراته دي، او څومره ډېر بېكاره پراته كوهیان دي او مضبوطې ماڼۍ دي الحج ۲۲:۴۵
تفسیر:
پس څومره ډیر دی هغه کلي چې مونږ هلاک کړي -او حال دا چې دوی ظالمان وو د دوی د کفر کولو په وجه- په عذاب د بیخ کندنې سره، نو کورونه د دوی وران شوي خالي دي د اوسېدونکو نه، او څومره ډیر دي کوهیان خالي د ورتلونکو نه د هغوی د هلاکت د وجې، او څومره ډیرې اوچتې اوچتې ماڼۍ دي چې ښاېسته شوي دي خو لېکن بچ یې نه کړل خپل اوسېدونکي د عذاب نه.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الحج • آیت 44 راتلونکې الحج • آیت 46