Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الحج — آیت 71 (پښتو) — ویډیو

الحج • آیت نمبر 71 (ټولې 78 آيتونه) • پښتو


وَيَعْبُدُونَ مِنْ دُونِ اللَّهِ مَا لَمْ يُنَزِّلْ بِهِ سُلْطَانًا وَمَا لَيْسَ لَهُمْ بِهِ عِلْمٌ ۗ وَمَا لِلظَّالِمِينَ مِنْ نَصِيرٍ 71
ترجمه:
او دوى (كفار) له الله نه غیر د هغه شي عبادت كوي چې الله په (عبادت د) هغه هېڅ دلیل نه دى نازل كړى او د هغه شي چې دوى ته په هغه باندې هېڅ علم نشته، او د ظالمانو لپاره هېڅ مدد كوونكى نشته الحج ۲۲:۷۱
تفسیر:
او بندګي کوي مشرکېن پرته له الله تعالی نه د داسې بوتانو چې نه دی رالېږلی الله تعالی دلیل د هغوی په بندګۍ کولو باندې په خپلو رالېږل شویو کتابونو کې، او نشته دوی لره په دې باندې څه دلیل د پوهې نه، بلکې د دوی تکیه د خپلو پلرونو په ړندې تابعدارۍ باندې وه، او نشته ظالمانو لره څوک مددګار چې دوی وساتي د الله تعالی د هغه عذاب نه چې په دوی به راځي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الحج • آیت 70 راتلونکې الحج • آیت 72