Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الحج — آیت 73 (پښتو) — ویډیو

الحج • آیت نمبر 73 (ټولې 78 آيتونه) • پښتو


يَا أَيُّهَا النَّاسُ ضُرِبَ مَثَلٌ فَاسْتَمِعُوا لَهُ ۚ إِنَّ الَّذِينَ تَدْعُونَ مِنْ دُونِ اللَّهِ لَنْ يَخْلُقُوا ذُبَابًا وَلَوِ اجْتَمَعُوا لَهُ ۖ وَإِنْ يَسْلُبْهُمُ الذُّبَابُ شَيْئًا لَا يَسْتَنْقِذُوهُ مِنْهُ ۚ ضَعُفَ الطَّالِبُ وَالْمَطْلُوبُ 73
ترجمه:
اى خلقو! یو مثال بیانولى شي، نو تاسو ده ته ښه غوږ كېږدئ، بېشكه هغه شیان چې تاسو يې له الله نه غیر بلئ دوى له سره یو مچ هم نشي پیدا كولى اګر كه دوى ده ته ټول راجمع شي او كه مچ له دوى نه یو شى وتښتوي، دوى له هغه نه دغه (شى) نشي راخلاصولى، كمزورى دى دا طالب (د غیرالله عبادت كوونكى) او دغه مطلوب (باطل معبود) الحج ۲۲:۷۳
تفسیر:
اې خلکو! بیان شوی یو مثال نو تاسې هغه ته غوږ شئ، او د هغه نه عبرت واخلئ، بېشکه هغه چې تاسې یې بندګي کوئ د بوتانو او نورو نه پغېر له الله تعالی نه هیچیری نشي پیداکولی یو مچ سره د دې نه چې دا څومره وړوکی مخلوق دی، ځکه چې دوی عاجز دي، او که دوی ټول هم راټول شي چې دا پیداکړي نو پیدا به یې نه کړي، او دا خو لا څه کوې که چېرته مچ د دوی نه هغه عطر یا نور څه چې په دوی باندې وي وتختوي نو دوی یې د هغه نه نشي خلاصولی، او دا چې دوی مچ نشي پیداکولی، او څه شي ترې خلاصولی هم نشي؛ نو ښکاره شو د دوی عجز د هغه څه نه چې د دې څخه لوی دی، نو تاسې څرنګه د الله تعالی نه پرته د دوی بندګي کوئ؟ -سره د دې نه چې دوی دومره عاجز دي-! کمزوری دی دا طالب او دا هغه بوت دی چې بندګي ئې کیدلی شي کوم چې د مچ نه څه شي نشي خلاصولی، او کمزوری دی دا مطلوب کوم چې مچ دی.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الحج • آیت 72 راتلونکې الحج • آیت 74