Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الحج — آیت 75 (پښتو) — ویډیو

الحج • آیت نمبر 75 (ټولې 78 آيتونه) • پښتو


اللَّهُ يَصْطَفِي مِنَ الْمَلَائِكَةِ رُسُلًا وَمِنَ النَّاسِ ۚ إِنَّ اللَّهَ سَمِيعٌ بَصِيرٌ 75
ترجمه:
الله له ملايكو څخه استازي غوره كوي او له خلقو څخه، بېشكه الله ښه اورېدونكى، ښه لیدونكى دى الحج ۲۲:۷۵
تفسیر:
الله پاک غوره کوي د ملاېکو نه استازي، او غوره کوي د خلکو نه هم استازي، نو بعضې ملاېکې پېغمبرانو ته رالېږي لکه جبریل -علیه السلام- ئې رالیږلی ئې وو پېغمبرانو ته چې انسانانو ته لیږل شوي و، او رالېږلي یي دي استازي د انسانانو نه خلکو ته، بېشکه الله تعالی اورېدونکی دی هغه څه لره چې مشرکان یې د هغه په پېغمبرانو او ستازو پسې وایي، پوهه دی په هغه چا چې خپلې پېغمبرۍ لپاره یې غوره کوي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الحج • آیت 74 راتلونکې الحج • آیت 76