Landscape MP4 Vertical MP4

سورت المؤمنون — آیت 100 (پښتو) — ویډیو

المؤمنون • آیت نمبر 100 (ټولې 118 آيتونه) • پښتو


لَعَلِّي أَعْمَلُ صَالِحًا فِيمَا تَرَكْتُ ۚ كَلَّا ۚ إِنَّهَا كَلِمَةٌ هُوَ قَائِلُهَا ۖ وَمِنْ وَرَائِهِمْ بَرْزَخٌ إِلَىٰ يَوْمِ يُبْعَثُونَ 100
ترجمه:
د دې لپاره چې زه نېك عمل وكړم په هغه څیز كې چې ما (هلته په دنيا كې) پریښى دى، هېڅ كله هم نشي كېدى، بېشكه دا (بېرته تلل) یوه خبره ده چې دا د هغې ویونكى دى او د دوى په مخ كې برزخ دى تر هغې ورځې پورې چې دوى به بیا ژوندي راپورته كولى شي المؤمنون ۲۳:۱۰۰
تفسیر:
کېدای شي زه غوره کار وکړم، کله چې ورته را وګرځم، هيڅکله نه، چاره به داسې نه وي لکه هغه يې چې غوښتنه کوي، هغه يوازې داسې تورې دي چې هغه يې ويونکی دی، که دنيا ته را وګرځول هم شي؛ نو کړې ژمنه به پوره نه کړي او دغه مړ شوي به د دنيا او آخرت تر منځ په يو مانع کې پاتې شي، د بېرته را ژوندي کېدلو او را پورته کېدلو تر ورځې پورې، دنيا ته به ترې را نشي تر څو د هغه څه تلافي وکړي کوم چې ترې پاتې دي او يا هغه څه سم کړي چې خراب کړي يې دي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ المؤمنون • آیت 99 راتلونکې المؤمنون • آیت 101