Landscape MP4 Vertical MP4

سورت المؤمنون — آیت 21 (پښتو) — ویډیو

المؤمنون • آیت نمبر 21 (ټولې 118 آيتونه) • پښتو


وَإِنَّ لَكُمْ فِي الْأَنْعَامِ لَعِبْرَةً ۖ نُسْقِيكُمْ مِمَّا فِي بُطُونِهَا وَلَكُمْ فِيهَا مَنَافِعُ كَثِيرَةٌ وَمِنْهَا تَأْكُلُونَ 21
ترجمه:
او بېشكه تاسو لپاره په څارويو كې یقینًا لوى عبرت دى، مونږ په تاسو له هغو (پیو) نه درڅښوو چې د هغو (څارويو) په ګېډو كې دي۔ او تاسو لپاره په دوى كې ډېرې فايدې دي او له دوى نه تاسو خوړل (هم) كوئ المؤمنون ۲۳:۲۱
تفسیر:
او بېشکه ستاسو لپاره ای خلکو! په څارويو(اوښانو، غواوو او پسونو) کې پند دی او لارښوونه ده چې د الله قدرت او پېرزوينې ته پرې لار پيداکوئ، موږ د دغو څارويو له ګېډو تاسو ته خالصې مزې دارې شېدې درڅښو، او په دغو کې تاسوته ډېرې ګټې چې ترلاسه کوئ يې لکه سپرلۍ، وړۍ، پشم، وېښتان، او د هغو له غوښو خوراک کوئ.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ المؤمنون • آیت 20 راتلونکې المؤمنون • آیت 22