Landscape MP4 Vertical MP4

سورت المؤمنون — آیت 24 (پښتو) — ویډیو

المؤمنون • آیت نمبر 24 (ټولې 118 آيتونه) • پښتو


فَقَالَ الْمَلَأُ الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْ قَوْمِهِ مَا هَٰذَا إِلَّا بَشَرٌ مِثْلُكُمْ يُرِيدُ أَنْ يَتَفَضَّلَ عَلَيْكُمْ وَلَوْ شَاءَ اللَّهُ لَأَنْزَلَ مَلَائِكَةً مَا سَمِعْنَا بِهَٰذَا فِي آبَائِنَا الْأَوَّلِينَ 24
ترجمه:
نو د هغه له قومه كافر شويو مشرانو وویل: نه دى دا (نوح) مګر هم ستاسو په شان بشر، دى غواړي چې پر تاسو باندې مشري (او برتري) حاصله كړي او كه الله غوښتلى (نو) خامخا ملايك به يې نازل كړې وو، مونږ خو دا خبره (چې رسول بني ادم وي) زمونږ په هغو پلرونو كې نه ده اورېدلې چې پخوا وو المؤمنون ۲۳:۲۴
تفسیر:
نو له قوم څخه يې هغو اشرافو او سردارانو چې پر الله يې کفر کړی و خپلو پيروانو او عامو خلکو ته وويل: نه دی هغه چې فکر کوئ چې دی رسول دی مګر ستاسو غوندې يو انسان دی، پرتاسو مشري او سرداري غواړي، که الله موږ ته رسول رالېږل غوښتی، هرومرو به يې له پرېښتو رالېږلی وای او له انسانانو يې نه رالېږلو، دا ډول دعوی مو په خپلو هغو پخوانيو کې نه ده اورېدلې چې تېرشوي دي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ المؤمنون • آیت 23 راتلونکې المؤمنون • آیت 25