Landscape MP4 Vertical MP4

سورت المؤمنون — آیت 27 (پښتو) — ویډیو

المؤمنون • آیت نمبر 27 (ټولې 118 آيتونه) • پښتو


فَأَوْحَيْنَا إِلَيْهِ أَنِ اصْنَعِ الْفُلْكَ بِأَعْيُنِنَا وَوَحْيِنَا فَإِذَا جَاءَ أَمْرُنَا وَفَارَ التَّنُّورُ ۙ فَاسْلُكْ فِيهَا مِنْ كُلٍّ زَوْجَيْنِ اثْنَيْنِ وَأَهْلَكَ إِلَّا مَنْ سَبَقَ عَلَيْهِ الْقَوْلُ مِنْهُمْ ۖ وَلَا تُخَاطِبْنِي فِي الَّذِينَ ظَلَمُوا ۖ إِنَّهُمْ مُغْرَقُونَ 27
ترجمه:
نو مونږ هغه ته وحي وكړه داسې چې زمونږ د سترګو په وړاندې او زمونږ له وحي سره سم بېړۍ جوړه كړه، نو كله چې زمونږ حكم راغى او تنور راوخوټېده، بیا نو ته په دې (بېړۍ) كې له هر قسمه نه جوړه جوړه دوه دوه (نر او ښځه) داخل كړه او خپله كورنۍ هم (خو) له هغه چا نه غير چې په دوى كې په هغه باندې (د عذاب) خبره ړومبۍ شوې ده او ته له ما سره د هغو كسانو په باره كې خبره مه كوه چې ظلم يې كړى دى، بېشكه دوى به غرق كولى شي المؤمنون ۲۳:۲۷
تفسیر:
نو هغه ته مو وحې وکړه چې زموږ په مخکې زموږ په ښوونه کښتئ جوړه کړه، کله چې زموږ لخوا د هغوی د تباهۍ امر راغی، له هغه ځای څخه پياوړې چينې را وخوټېدې چې ډوډۍ پکې پخېدله، نو کښتۍ ته له ټولو ژونديو شيانو څخه نر او ښځه ور ننباسه، تر څو يې نسل پاتې شي، خپله کورنۍ دې هم ورننباسه پرته له هغه چا څخه چې د الله لخوا يې د تباهۍ خبره شوې ده لکه مېرمن او زوی دې، د هغو خلکو د خلاصون او نه تباهۍ په اړه خبره مه راسره کوه چې د کفر له امله يې ظلم کړی دی، هغوی هرومرو د طوفان په اوبو کې په ډوبېدو سره تباه کېدونکي دي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ المؤمنون • آیت 26 راتلونکې المؤمنون • آیت 28