او وویل د ده له قومه هغو مشرانو چې كافر شوي وو او د اخرت د ملاقات يې تكذیب كړى و او مونږ هغوى ته په دنيايي ژوند كې خوشحالي وركړې وه: نه دى دا مګر ستاسو په شان بشر، له هغه څه نه دا خوراك كوي له څه نه چې تاسو خوراك كوئ او له هغه څه نه څښاك كوي چې تاسو ترې څښاك كوئ المؤمنون ۲۳:۳۳ ⧉
تفسیر:
د نوح د قوم هغو اشرافو او سردارانو چې پر الله يې کفر کړی و، آخرت او په هغو کې د ثواب او سزا شتون يې درواغ ګڼلي و او د دنيا په ژوند کې زموږ لخوا د پېرزوينو پراخۍ په سرغړونه کې اخته کړي و، خپلو پيروانو او عامو خلکو ته داسې وويل: نه دی دغه مګر ستاسو په څېر يو انسان، هغه څه خوري چې تاسو يې خورئ او له هغه څه څښاک کوي چې تاسو يې ترې کوئ؛ نو هغه لره پرتاسو کوم غوراوی نشته، تر څو تاسو ته د استازي په توګه راولېږل شي.