Landscape MP4 Vertical MP4

سورت المؤمنون — آیت 44 (پښتو) — ویډیو

المؤمنون • آیت نمبر 44 (ټولې 118 آيتونه) • پښتو


ثُمَّ أَرْسَلْنَا رُسُلَنَا تَتْرَىٰ ۖ كُلَّ مَا جَاءَ أُمَّةً رَسُولُهَا كَذَّبُوهُ ۚ فَأَتْبَعْنَا بَعْضَهُمْ بَعْضًا وَجَعَلْنَاهُمْ أَحَادِيثَ ۚ فَبُعْدًا لِقَوْمٍ لَا يُؤْمِنُونَ 44
ترجمه:
بیا مونږ خپل (نور) رسولان ولېږل، په دې حال كې چې یو په بل پسې پیوست وو، هر كله چې به كوم امت ته خپل رسول راغى (نو) هغوى به د هغه تكذیب وكړ، نو مونږ به د دوى ځینې د ځینو نورو پسې (په هلاكت كې) پرله پسې كړل او مونږ دوى تشې قصې وګرځول، نو (د الله له رحمت نه) لرې والى دى د هغه قوم لپاره چې ایمان نه راوړي المؤمنون ۲۳:۴۴
تفسیر:
بيا مو پرله پسې خپل رسولان ولېږل، کله به چې له دغو امتونو څخه يو امت ته يې رالېږل شوی رسول راغی، هغوی به درواغجن ګڼلو؛ نو ځينې مو د ځينو پسې تباه کړل، چې هغوی لره څه شتون پاتې نشو مګر له هغوی څخه د خلکو خبرې، نو هغه قوم لره دې تباهي وي چې پر هغه څه ايمان نه راوړي چې رسولانو يې د خپل پالونکي لخوا دوی ته پرې راتګ کړی و.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ المؤمنون • آیت 43 راتلونکې المؤمنون • آیت 45