یا كه دوى خپل رسول نه دى پېژندلى، پس دوى له ده نه منكران دي المؤمنون ۲۳:۶۹ ⧉
تفسیر:
يا داچې هغوی محمد صلی الله عليه وسلم نه دی پېژندلی چې الله ورلېږلی دی؛ نو ترې نټه کوونکي دي حال دا چې هغه يې پېژندلی دی او د هغه رېښتينولي او امانتداري يې پيژندلې ده.