او كه حق (الله) د دوى د خواهشاتو پیروي كړې وى (، نو) خامخا به تباه شوي وو اسمانونه او ځمكه او هغه څوك چې په دغو كې دي، بلكې مونږ دوى ته د دوى ذكر راوړ، نو دوى له خپل ذكر نه مخ اړوونكي دي المؤمنون ۲۳:۷۱ ⧉
تفسیر:
او که الله د هغوی د نفسي غوښتو سره سمې چارې روانې او تدبير کړي، آسمانونه او ځمکه به خراب شي او څه چې پکې دي هغه به هم خراب شي، ځکه هغوی د چارو پر پايلو او سم او ناسم تدبير نه پوهيږي، بلکې موږ هغه ډول راوړي دي چې د هغوی عزت او شرف دی پکې او هغه قرآن دی چې هغوی ترې مخ اړوونکي دي.