Landscape MP4 Vertical MP4

سورت المؤمنون — آیت 80 (پښتو) — ویډیو

المؤمنون • آیت نمبر 80 (ټولې 118 آيتونه) • پښتو


وَهُوَ الَّذِي يُحْيِي وَيُمِيتُ وَلَهُ اخْتِلَافُ اللَّيْلِ وَالنَّهَارِ ۚ أَفَلَا تَعْقِلُونَ 80
ترجمه:
او د غه (الله) هغه ذات دى چې ژوندي كول كوي او مړه كول كوي او خاص د همده په اختیار كې دى د شپې او ورځې اختلاف (بدلېدل رابدلېدل) ایا نو تاسو له عقل نه كار نه اخلئ! المؤمنون ۲۳:۸۰
تفسیر:
او همغه پاک ذات دی چې ژوندي کوي له هغه پرته بل ژوندی کوونکی نشته او يوازې هغه ذات دی چې مړه کوي له هغه پرته بل مړ کوونکی نشته او يوازې د هغه په توان کې د رڼا او تيارې، اوږدوالي او لنډوالي له پلوه د شپې او ورځې اندازه کول دي؛ نو آيا د هغه پرقدرت او په پيدايښت او تدبير کې پر يوازېتوب تاسو نه پوهېږئ.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ المؤمنون • آیت 79 راتلونکې المؤمنون • آیت 81