(بلكې نه كېږو ځكه چې) یقینًا یقینًا مونږ ته او زمونږ پلرونو ته دا وعده له دې نه مخكې (هم) راكړى شوې وه، نه دي دا خبرې مګر د ړومبنو خلقو باطلې قصې دي المؤمنون ۲۳:۸۳ ⧉
تفسیر:
بېشکه دغه له مرګ وروسته د بېرته را پاڅولو ژمنه له موږ سره هم وشوه او له دې وړاندې زموږ له اسلافو سره هم شوې وه خو موږ د دغې ژمنې رامنځته کېدل ونه ليدل، خو دا يوازې د پخوانيو باطلې کيسې او د هغوی درواغ دي.