Landscape MP4 Vertical MP4

سورت النور — آیت 33 (پښتو) — ویډیو

النور • آیت نمبر 33 (ټولې 64 آيتونه) • پښتو


وَلْيَسْتَعْفِفِ الَّذِينَ لَا يَجِدُونَ نِكَاحًا حَتَّىٰ يُغْنِيَهُمُ اللَّهُ مِنْ فَضْلِهِ ۗ وَالَّذِينَ يَبْتَغُونَ الْكِتَابَ مِمَّا مَلَكَتْ أَيْمَانُكُمْ فَكَاتِبُوهُمْ إِنْ عَلِمْتُمْ فِيهِمْ خَيْرًا ۖ وَآتُوهُمْ مِنْ مَالِ اللَّهِ الَّذِي آتَاكُمْ ۚ وَلَا تُكْرِهُوا فَتَيَاتِكُمْ عَلَى الْبِغَاءِ إِنْ أَرَدْنَ تَحَصُّنًا لِتَبْتَغُوا عَرَضَ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا ۚ وَمَنْ يُكْرِهْهُنَّ فَإِنَّ اللَّهَ مِنْ بَعْدِ إِكْرَاهِهِنَّ غَفُورٌ رَحِيمٌ 33
ترجمه:
او هغه كسان دې خپل ځان (او عفت) وساتي چې (اسباب د) نكاح نه مومي تر هغه پورې چې الله دوى له خپله فضله غنیان كړي او ستاسو په مریانو وینځو كې چې څوك مكاتب والى غواړي، نو تاسو له هغوى سره مكاتبت وكړئ كه تاسو په دوى كې څه خیر معلوم كړئ او تاسو دوى ته د الله له هغه مال نه وركړئ چې تاسو ته يې دركړى دى او تاسو خپلې وینځې په زنا مه مجبوروئ، كه دوى د ځان پاك ساتلو اراده لري، د دې لپاره چې تاسو د دنيايي ژوند سامان (او مال) طلب كړئ او څوك چې دوى مجبورې كړي، نو بېشكه الله (چې دى) په دوى باندې د (مالكانو له) زور نه پس ډېر بخښونكى، بې حده مهربان دى النور ۲۴:۳۳
تفسیر:
هغه کسان دې له زنا څخه پاک لمني ولټوي چې د بېوزلۍ له امله واده نه شي کولی، تردې چې الله يې له خپل پراخ فضل څخه شتمن کړي، هغه مرېيان چې له خپلو سردارانو څخه د هغه مال په بدل کې آزادي غواړي چې سوداګري پرې کوي؛ نو پر سردارانو يې لازم دي چې دغه بدله ترې قبوله کړی که چېرې هغوی يې پر اداکولو او په دين کې په سمون راوستلو پوهېدل، پر هغوی لازم دي چې د الله له هغه مال څخه څه ورکړي چې الله ورکړی دی تر څو د هغوی د آزادۍ له بدلې څخه څه اندازه کمه کړي، او خپلې مينځي د مال په لټه کې زنا ته مه اړباسئ، لکه څنګه چې عبدالله بن ابي پر خپلو دوو مينځو وکړل، کله چې هغوی پاک لمني او له زنا لرې والی غوښتلو، د هغه څه د غوښتلو په موخه چې هغه يې په خپل شرم ځای ترلاسه کوي، له تاسو څخه چې څوک هغوی دغه کار ته اړباسي؛ نو پرته له شکه الله د هغوی له اړ اېستلو وروسته د ګناهونو بښونکی يې دی او پر هغوی مهربانه دی، ځکه هغوی اړاېستل شوې دي او ګناه به يې پر اړ اېستونکي وي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ النور • آیت 32 راتلونکې النور • آیت 34