Landscape MP4 Vertical MP4

سورت النور — آیت 47 (پښتو) — ویډیو

النور • آیت نمبر 47 (ټولې 64 آيتونه) • پښتو


وَيَقُولُونَ آمَنَّا بِاللَّهِ وَبِالرَّسُولِ وَأَطَعْنَا ثُمَّ يَتَوَلَّىٰ فَرِيقٌ مِنْهُمْ مِنْ بَعْدِ ذَٰلِكَ ۚ وَمَا أُولَٰئِكَ بِالْمُؤْمِنِينَ 47
ترجمه:
او دوى وايي: مونږ په الله باندې او په رسول باندې ایمان راوړى دى او مونږ اطاعت كړى دى، بیا په دوى كې یوه ډله له دې نه پس مخ ګرځوي۔ او دغه خلق له سره مومنان نه دي النور ۲۴:۴۷
تفسیر:
او منافقان وايي: موږ پر الله ايمان راوړی او پر رسول مو ايمان راوړی، د الله پيروي مو کړې او د هغه د رسول پيروي مو کړې ده، بيا له هغوی يوه ډله مخ اړوي؛ نو د الله په لار کې د جهاد پر امر او داسې نورو د الله او د هغه د رسول پيروي نه کوي، وروسته له دې چې هغوی پر الله او د هغه پر رسول د ايمان رواړلو او د هغوی د پيروۍ ګومان کړی دی، دغه د الله او د هغه د رسول له پيروۍ مخ اړوونکي مؤمنان نه دي، که څه هم هغوی دعوی کړې چې مؤمنان دي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ النور • آیت 46 راتلونکې النور • آیت 48