ډېر بركتناك دى هغه ذات چې كه وغواړي تا لپاره به د دغو (خزانو) نه غوره وګرځوي (یعنې داسې) باغونه چې د هغو له لاندې ولې بهېږي او تا لپاره به بنګلې جوړې كړي الفرقان ۲۵:۱۰ ⧉
تفسیر:
هغه ذات برکتناک دی، که وغواړي له هغه به هم غوره څه درکړي چې هغوی درته وړانديز کړي دي، دا چې په دنيا کې به داسې باغونه درته پيداکړي چې تر ماڼيو او ونو لاندې به يې ویالې بهيږي او د ونو له مېوو به يې خوراک کوې، او داسې ماڼۍ به درته پيداکړي چې په خوند به پکې اوسېږې.