Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الفرقان — آیت 18 (پښتو) — ویډیو

الفرقان • آیت نمبر 18 (ټولې 77 آيتونه) • پښتو


قَالُوا سُبْحَانَكَ مَا كَانَ يَنْبَغِي لَنَا أَنْ نَتَّخِذَ مِنْ دُونِكَ مِنْ أَوْلِيَاءَ وَلَٰكِنْ مَتَّعْتَهُمْ وَآبَاءَهُمْ حَتَّىٰ نَسُوا الذِّكْرَ وَكَانُوا قَوْمًا بُورًا 18
ترجمه:
دغه (معبودان) به ووايي: تالره پاكي ده، مونږ ته جايز نه ده چې مونږ له تا نه غیر دوستان ونیسو او لېكن تا دوى ته او د دوى پلرونو ته فايده (او ښه زندګي) وركړې وه، تر دې چې دوى ذكر (نصیحت) هېر كړ او دوى هلاكېدونكى قوم و الفرقان ۲۵:۱۸
تفسیر:
معبودان به ووايي: ای زموږ پالونکيه پاک يې له دې چې تا لره دې شريک وي، زموږ لپاره نه ده په کار چې له تا پرته نور داسې دوستان ونيسو چې دوستي ورسره وکړو؛ نو څنګه به ستا بندګان دېته را وبولو چې له تا پرته زموږ عبادت وکړي؟ خو تا دغو مشرکانو ته د دنيا په خوندونو ګټه رسولې وه، له هغوی مخکې دې د استدراج په ډول د هغوی پلرونو ته هم ګټه رسولې وه، تر دې چې ستا ياد يې هېر کړ؛ نو ستاسره يې نور شيان ولمانځل، او هغوی د خپلې بدبختۍ له امله تباه کېدونکی قوم و.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الفرقان • آیت 17 راتلونکې الفرقان • آیت 19