او له تا نه مخكې مونږ رسولان نه دي لېږلي مګر چې یقینًا هغوى به خامخا طعام خواړه، او په بازارونو كې ګرځېدل او مونږه ستاسو ځینې د ځینو نورو لپاره ازمېښت ګرځولي دي (چې) ایا تاسو صبر كوئ (كه نه؟) او ستا رب له ازله ښه ليدونكى دى الفرقان ۲۵:۲۰ ⧉
تفسیر:
ای رسوله! له تا مخکې مو يوازې انسانان د رسولانو په توګه لېږلي دي، چې خواړه يې خوړل او په بازارونو کې ګرځېدل، ته په دغه کې کوم نوی رسول نه يې، او ای خلکو ستاسو ځينې مو د ځينو لپاره په شتمنۍ او بې وزلۍ، روغتيا او ناروغۍ کې د دغه اختلاف له امله ازمويښت ګرځولي ياست، آيا صبر کولای شئ په هغه څه چې پرې ازمويل شوي ياست؟! اوستا پالونکی ليدونکی دی د هغه چا صبر کوي او هغه چا چې صبر نه کوي، د هغه چا چې پيروي يې کوي او هغه چا چې سرغړونه ترې کوي.