Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الفرقان — آیت 40 (پښتو) — ویډیو

الفرقان • آیت نمبر 40 (ټولې 77 آيتونه) • پښتو


وَلَقَدْ أَتَوْا عَلَى الْقَرْيَةِ الَّتِي أُمْطِرَتْ مَطَرَ السَّوْءِ ۚ أَفَلَمْ يَكُونُوا يَرَوْنَهَا ۚ بَلْ كَانُوا لَا يَرْجُونَ نُشُورًا 40
ترجمه:
او یقینًا یقینًا دوى په هغه كلي تېر شوي دي چې په هغه باندې د بدۍ باران ورول شوى و، ایا نو دوى هغه نه لیده؟ بلكې دوى د بیا ژوندي پورته كېدلو امېد نه لاره الفرقان ۲۵:۴۰
تفسیر:
او بېشکه ستا له قومه درواغ ګڼونکي خلک، شام ته په خپل تګ کې د لوط د قوم هغه کلي ته راغلل چې د هغوی د ناروا کړنې له امله د سزا په ډول د ډبرو باران پرې شوی و، تر څو پند ترې واخلي، آيا هغوی له دغه کلي څخه ړانده وو چې ويې نه ليدلو؟ نه داسې نه وه. بلکې هغوی د بيا راوژوندي کېدو هيله نه لرله چې له هغه وروسته به حساب ورسره کيږي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الفرقان • آیت 39 راتلونکې الفرقان • آیت 41