او دى هماغه ذات دى چې دوه دریابونه يې خوشې كړې دي (له یو بل سره جوخت) دا خوږ دى، ډېر خوږ (تنده ماتوونكى) او د ا (بل) تریو دى، ښه تریو او د دواړو په مینځ كې يې یوه پرده او بند پیدا كړى دى چې منع كړى شوى دى الفرقان ۲۵:۵۳ ⧉
تفسیر:
او الله پاک هغه ذات دی چې دوه دريابونه يې سره يوځای کړي، له هغوی دواړو يې خوږ له مالګين سره يوځای کړی، او د هغوی دواړو ترمنځ يې داسې خنډ او پرده ګرځولې چې يو او بل له ګډېدو منع کوي.