Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الفرقان — آیت 65 (پښتو) — ویډیو

الفرقان • آیت نمبر 65 (ټولې 77 آيتونه) • پښتو


وَالَّذِينَ يَقُولُونَ رَبَّنَا اصْرِفْ عَنَّا عَذَابَ جَهَنَّمَ ۖ إِنَّ عَذَابَهَا كَانَ غَرَامًا 65
ترجمه:
او هغه كسان دي چې وايي: اى زمونږ ربه! ته زمونږ نه د جهنم عذاب وګرځوه، بېشكه د هغه عذاب همېشه لازمېدونكى دى الفرقان ۲۵:۶۵
تفسیر:
او هغه کسان له خپل پالونکي څخه په دعا کې وايي: ای زموږ پالونکيه! د دوزخ سزا له موږ لرې کړه، بېشکه د دوزخ سزا له هغه چا سره تل تړلې وي څوک چې کافر مړ شوی وي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الفرقان • آیت 64 راتلونکې الفرقان • آیت 66