Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الفرقان — آیت 70 (پښتو) — ویډیو

الفرقان • آیت نمبر 70 (ټولې 77 آيتونه) • پښتو


إِلَّا مَنْ تَابَ وَآمَنَ وَعَمِلَ عَمَلًا صَالِحًا فَأُولَٰئِكَ يُبَدِّلُ اللَّهُ سَيِّئَاتِهِمْ حَسَنَاتٍ ۗ وَكَانَ اللَّهُ غَفُورًا رَحِيمًا 70
ترجمه:
مګر هغه كس چې توبه وباسي او ایمان راوړي او نېك عمل وكړي، نو دغه كسان دي چې الله به د دوى بدۍ په نېكۍ سره بدلې كړي او الله له ازله ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى الفرقان ۲۵:۷۰
تفسیر:
خو څوک چې الله ته توبه وباسي، ايمان راوړي، داسې ښه کار وکړي چې د هغه د توبې پر رېښتينولۍ دلالت کوي، همدوی هغه کسان دي چې الله به يې هغه بد کارونه چې کړي يې دي په نيکيو ورته بدل کړي، الله له خپلو بندګانو يې چې څوک توبه وباسي د ګناهونو بښونکی دی او پر هغوی مهربان دی.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الفرقان • آیت 69 راتلونکې الفرقان • آیت 71