Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الفرقان — آیت 77 (پښتو) — ویډیو

الفرقان • آیت نمبر 77 (ټولې 77 آيتونه) • پښتو


قُلْ مَا يَعْبَأُ بِكُمْ رَبِّي لَوْلَا دُعَاؤُكُمْ ۖ فَقَدْ كَذَّبْتُمْ فَسَوْفَ يَكُونُ لِزَامًا 77
ترجمه:
ته (دوى ته) ووایه: زما رب ستاسو څه پروا كوي كه ستاسو دعا كول نه وى، نو یقینًا تاسو تكذیب كړى دى، نو ژر به دا (د تكذیب سزا تاسو سره) لازمه وي الفرقان ۲۵:۷۷
تفسیر:
ای رسوله! هغو کافرانو ته چې په خپل کفر ټينګار کوي ووايه: زما پالونکی د کومې داسې ګټې پروا نه کوي چې ستاسو له پيروۍ دې ورته ورسيږي، که چېرې د هغه داسې بندګان نه وای چې د عبادت او غوښتنې په ډول يې را بولي؛ نو ستاسو به يې هيڅ پروا نه وای کړې، پرته له شکه که تاسو رسول په هغه څه کې درواغجن وګڼئ چې تاسو ته مو د پالونکي لخوا ور سره راغلی و؛ نو ژر ده چې د درواغ ګڼلو سزا به ستاسو سره لازمه وي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الفرقان • آیت 76 راتلونکې الشعراء • آیت 1