او ته نه يې مګر زمونږ په شان بشر، او یقینًا مونږ خامخا تا له دروغ ویونكو څخه ګڼو الشعراء ۲۶:۱۸۶ ⧉
تفسیر:
او ته يوازې زموږ غوندې يو انسان يې او تا لره پر موږ کوم زيادت نشته؛ نو بيا ته څنګه رسول يې؟ او موږ ستا په اړه يوازې دا ګومان کوو چې ته له درواغجنو يې په دغه دعوی کې چې ته رسول يې.