Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الشعراء — آیت 216 (پښتو) — ویډیو

الشعراء • آیت نمبر 216 (ټولې 227 آيتونه) • پښتو


فَإِنْ عَصَوْكَ فَقُلْ إِنِّي بَرِيءٌ مِمَّا تَعْمَلُونَ 216
ترجمه:
نو كه دغو (خپلوانو) ستا نافرماني وكړه، نو ته (ورته) ووایه: بېشكه زه د هغو كارونو نه بېزاره یم چې تاسو يې كوئ الشعراء ۲۶:۲۱۶
تفسیر:
که چېرې هغوی له تا سرغړونه وکړي، او هغه د الله يووالی او پيروي و نه مني چې ته يې امر ورته کوې؛ نو هغوی ته ووايه: زه له هغه شرک او ګناهونو بېزاره يم چې تاسو يې کوئ.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الشعراء • آیت 215 راتلونکې الشعراء • آیت 217