Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الشعراء — آیت 227 (پښتو) — ویډیو

الشعراء • آیت نمبر 227 (ټولې 227 آيتونه) • پښتو


إِلَّا الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ وَذَكَرُوا اللَّهَ كَثِيرًا وَانْتَصَرُوا مِنْ بَعْدِ مَا ظُلِمُوا ۗ وَسَيَعْلَمُ الَّذِينَ ظَلَمُوا أَيَّ مُنْقَلَبٍ يَنْقَلِبُونَ 227
ترجمه:
غیر له هغو كسانو نه چې ایمان راوړي او نېك عملونه كوي او الله ډېر زیات یادوي او بدله اخلي كله چې پر دوى ظلم وكړى شي، او هغه كسان چې ظلم يې كړى دى ژر به پوه شي چې د بېرته ورتلو كوم ځاى ته به دوى بېرته ورځي الشعراء ۲۶:۲۲۷
تفسیر:
مګر له شاعرانو هغه کسان چې ايمان يې راوړی، ښه کارونه يې کړي، الله يې ډېر ياد کړی او د الله له دښمنانو يې غچ اخېستی وروسته له دې چې هغوی ظلم پرې کړی دی لکه حسان بن ثابت رضی الله عنه، او هغه کسان چې له الله سره په شريک نيولو او د هغه پر بندګانو يې په تيري کولو ظلم کړی دی ژر به هغوی پوه شي چې د هغوی لپاره څنګه د ورتګ ځای دی چې ورځي به؛ نو ژر دي چې داسې لوی ځای او دقيق حساب ته به وروګرځول شي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الشعراء • آیت 226 راتلونکې النمل • آیت 1