Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الشعراء — آیت 63 (پښتو) — ویډیو

الشعراء • آیت نمبر 63 (ټولې 227 آيتونه) • پښتو


فَأَوْحَيْنَا إِلَىٰ مُوسَىٰ أَنِ اضْرِبْ بِعَصَاكَ الْبَحْرَ ۖ فَانْفَلَقَ فَكَانَ كُلُّ فِرْقٍ كَالطَّوْدِ الْعَظِيمِ 63
ترجمه:
نو مونږ موسٰى ته وحي وكړه چې ته په خپلې امسا سره سمندر ووهه، نو هغه څیرې شو، نو هره برخه د ډېر اوچت غر په شان شوله الشعراء ۲۶:۶۳
تفسیر:
نو موسی ته مو د امر کوونکو په توګه وحي وکړه چې درياب په خپله لکڼه ووهي؛ نو هغه يې پرې وواهه، درياب و چاودلو او د بني اسرائیلو د قبيلو په شمېر دولس لارې ترې جوړې شوې، د درياب هره چاودل شوې ټوټه په لوی والي او ځای په ځای کېدو کې د لوی غره غوندې وه، په داسې ډول چې اوبه نه ترې بهېدلې.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الشعراء • آیت 62 راتلونکې الشعراء • آیت 64