اى زما ربه! ما ته حكم (علم وحكمت) راكړه او ما له نېكانو سره پیوست كړه الشعراء ۲۶:۸۳ ⧉
تفسیر:
ابراهيم له خپل پالونکي څخه د دعاء غوښتو په حالت کې وويل: ای زما پالونکيه! ما ته په دين کې پوهه راکړه، له مخکېنيو نېکانو انبياو سره مې يوځای کړه چې له هغوی سره مې جنت ته داخل کړه.