Landscape MP4 Vertical MP4

سورت النمل — آیت 12 (پښتو) — ویډیو

النمل • آیت نمبر 12 (ټولې 93 آيتونه) • پښتو


وَأَدْخِلْ يَدَكَ فِي جَيْبِكَ تَخْرُجْ بَيْضَاءَ مِنْ غَيْرِ سُوءٍ ۖ فِي تِسْعِ آيَاتٍ إِلَىٰ فِرْعَوْنَ وَقَوْمِهِ ۚ إِنَّهُمْ كَانُوا قَوْمًا فَاسِقِينَ 12
ترجمه:
او ته خپل لاس په خپل ګرېوان كې ننباسه، (نو) له بيمارۍ (او عیب) نه بغیر به تك سپین راووځي، (دا حساب دي) په نهو معجزو كې (چې ته ورسره لېږل شوى يې) فرعون او د هغه قوم ته، بېشكه دوى یو فاسق (نافرمانه) قوم دى النمل ۲۷:۱۲
تفسیر:
او لاس دې د کميس په هغه خلاص ځای کې ننباسه چې له غاړې سره دی، له ننه اېستلو وروسته به پرته د فيس له ناروغۍ د واورې غوندې سپين راووځي، د هغو نهو نښانو تر څنګ چې ستا پر رېښتينولۍ شاهدي ورکوي، چې له لاس سره: لکڼه، کلونه، د مېوو کموالی، طوفان، ملخ، سپږې، څنګښې او وينه ده، دغه نښې فرعون او د هغه قوم ته وې، بېشکه هغوی په کفر کولو د الله له پيروۍ وتونکي خلک وو.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ النمل • آیت 11 راتلونکې النمل • آیت 13