Landscape MP4 Vertical MP4

سورت النمل — آیت 16 (پښتو) — ویډیو

النمل • آیت نمبر 16 (ټولې 93 آيتونه) • پښتو


وَوَرِثَ سُلَيْمَانُ دَاوُودَ ۖ وَقَالَ يَا أَيُّهَا النَّاسُ عُلِّمْنَا مَنْطِقَ الطَّيْرِ وَأُوتِينَا مِنْ كُلِّ شَيْءٍ ۖ إِنَّ هَٰذَا لَهُوَ الْفَضْلُ الْمُبِينُ 16
ترجمه:
او سلیمان د داود (په علم، نبوت او سلطنت كې) وارث شو او هغه وویل: اى خلقو! مونږ ته د الوتونكو (مرغانو) خبرې ښوول شوې دي او مونږ ته له هر څیز نه راكړه شوې ده، بېشكه دا، خامخا هم دغه ښكاره فضل دى النمل ۲۷:۱۶
تفسیر:
سليمان مو يې په نبوت، پوهه او پاچايۍ کې د خپل پلار داود وارث وګرځاوه، هغه پر خپل ځان او خپل پلار د الله د لورېينې د ښکاره کولو په موخه وويل: ای خلکو! الله موږ ته د الوتونکو د غږونو پوهه راکړې ده او هر هغه څه يې راکړي دي چې نبيانو او پاچايانو ته يې ورکړي دي، پرته له شکه دغه څه چې الله پاک موږ ته راکړي دا يو ښکاره او څرګند غوراوی دی.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ النمل • آیت 15 راتلونکې النمل • آیت 17