Landscape MP4 Vertical MP4

سورت النمل — آیت 22 (پښتو) — ویډیو

النمل • آیت نمبر 22 (ټولې 93 آيتونه) • پښتو


فَمَكَثَ غَيْرَ بَعِيدٍ فَقَالَ أَحَطْتُ بِمَا لَمْ تُحِطْ بِهِ وَجِئْتُكَ مِنْ سَبَإٍ بِنَبَإٍ يَقِينٍ 22
ترجمه:
نو هغه (هدهد) ایسار شو، خو ډېر نه، (او ژر راغى) نو ويې ويل: ما هغه خبره (په علم كې) ګېره كړې ده چې تا هغه ګېره كړې نه ده او زه تا ته له سبا (ښار) نه په یقیني خبر سره راغلى یم النمل ۲۷:۲۲
تفسیر:
نو ملاچرګک په خپل ناسوب والي کې ډېر ځنډ ونه کړ، کله چې راغی، سليمان عليه السلام ته يې وويل: پر هغه څه خبر شوم چې ته نه يې پرې خبر شوی، د سبا نومې سيمې د خلکو څخه مې يو رېښتينی خبر درته راوړی چې هيڅ شک پکې نشته.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ النمل • آیت 21 راتلونکې النمل • آیت 23