هغې وویل: اى سردارانو! تاسو ما ته زما په (دغه) كار كې مشوره راكړئ، زه د كوم كار فیصله كوونكې نه یم تر هغه پورې چې تاسو ما ته حاضر شئ النمل ۲۷:۳۲ ⧉
تفسیر:
ملکې وويل: ای سردارانو او مشرانو! زما په کار کې ماته حق لاره وښيئ، زه تر هغه د هيڅ کار په اړه پرېکړه کوونکی نه يم تر څو تاسو ماته حاضر نه شئ او خپله رايه مو پکې څرګنده نه کړئ.