Landscape MP4 Vertical MP4

سورت النمل — آیت 44 (پښتو) — ویډیو

النمل • آیت نمبر 44 (ټولې 93 آيتونه) • پښتو


قِيلَ لَهَا ادْخُلِي الصَّرْحَ ۖ فَلَمَّا رَأَتْهُ حَسِبَتْهُ لُجَّةً وَكَشَفَتْ عَنْ سَاقَيْهَا ۚ قَالَ إِنَّهُ صَرْحٌ مُمَرَّدٌ مِنْ قَوَارِيرَ ۗ قَالَتْ رَبِّ إِنِّي ظَلَمْتُ نَفْسِي وَأَسْلَمْتُ مَعَ سُلَيْمَانَ لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ 44
ترجمه:
هغې ته وویل شول: ته دې صحن ته ننوځه، نو كله چې يې هغه ولیده، نو په هغه يې د ژورو اوبو ګمان وكړ او له خپلو دواړو پنډیو نه يې كپړه پورته كړه۔ هغه (سلیمان) وویل: بېشكه دا هوار ښویه صحن دى چې له شیشو نه (جوړ) دى، هغې وویل: بېشكه ما (مخكى) په خپل ځان ظلم كړى دى او ما له سلیمان سره خاص د الله رب العلمین لپاره اسلام راوړى دى النمل ۲۷:۴۴
تفسیر:
هغې ته وويل شول: ماڼۍ ته ننوځه په داسې حال کې چې هغه د هوارې سطحې غوندې وه، کله يې چې وليده، ګومان يې وکړ چې اوبه دي؛ نو پايڅې له پنډيو راپورته کړې تر څو پرې ګډه شي، سليمان عليه السلام وويل: دا يوه ښویه د شيشوبنګله ده، او اسلام ته يې راوبلله، هغې په داسې ويلو د هغه بلنه ومنله: ای زما پالونکيه! ما ستا سره د نورو په لمانځلو پر ځان ظلم کړی و، او له سليمان سره يې د ټولو مخلوقاتو پالونکي ته غاړه کېښودله.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ النمل • آیت 43 راتلونکې النمل • آیت 45