هغوى وویل: مونږ په تا او په هغه چا چې له تاسره دي؛ بدفالي نیولې ده۔، هغه وویل: ستاسو بدفالي د الله په نېز ده، بلكې تاسو داسې قوم یئ چې ازمایل كېږئ النمل ۲۷:۴۷ ⧉
تفسیر:
قوم يې په حق کې د ضد کولو له امله ورته وويل: موږ په تا او په هغو مؤمنانو پورې بد شاګوم نيولی چې ستا سره دي، صالح عليه السلام هغوی ته وويل: له بدفالۍ کوم بد مصيبت نه يې را ګرځولي، له الله سره پوهه ده له هغه هيڅ پټ نه دي، بلکې تاسو يو داسې قوم ياست چې ازمويل کېږئ په هغه خير چې درته پراخه کيږي او په هغه شر چې درته رسيږي.