Landscape MP4 Vertical MP4

سورت النمل — آیت 52 (پښتو) — ویډیو

النمل • آیت نمبر 52 (ټولې 93 آيتونه) • پښتو


فَتِلْكَ بُيُوتُهُمْ خَاوِيَةً بِمَا ظَلَمُوا ۗ إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَآيَةً لِقَوْمٍ يَعْلَمُونَ 52
ترجمه:
نو دغه د دوى كورونه دي، چې وران شوي پراته دي، په سبب د دې چې ظلم (شرك) يې كاوه، بېشكه په دې كې خامخا لویه نښه ده د هغه قوم لپاره چې پوهېږي النمل ۲۷:۵۲
تفسیر:
دغه يې کورونه دي چې ديوالونه يې پر چتونو ور وران شوي دي او له څښتنانو يې د هغوی د ظلم له امله خالي شوي، بېشکه د هغوی د ظلم له امله په عذاب ور رسېدو کې د هغو خلکو لپاره پند دی چې ايمان راوړي، نو همدوی دي چې له نښانو پند اخلي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ النمل • آیت 51 راتلونکې النمل • آیت 53