Landscape MP4 Vertical MP4

سورت النمل — آیت 56 (پښتو) — ویډیو

النمل • آیت نمبر 56 (ټولې 93 آيتونه) • پښتو


فَمَا كَانَ جَوَابَ قَوْمِهِ إِلَّا أَنْ قَالُوا أَخْرِجُوا آلَ لُوطٍ مِنْ قَرْيَتِكُمْ ۖ إِنَّهُمْ أُنَاسٌ يَتَطَهَّرُونَ 56
ترجمه:
نو د ده د قوم جواب نه و غیر له دې نه چې دوى وویل: تاسو د لوط خېلخانه له خپل كلي نه وباسئ، بېشكه دوى داسې خلق دى چې ځانونه ډېر پاك ساتي النمل ۲۷:۵۶
تفسیر:
نو نه و د هغه د قوم جواب پرته لدې خبرې چې؛ د لوط کورنۍ له خپل کلي نه وباسئ، ځکه دوی داسې خلک دي چې کرکه کوي له پلتیو څخه، دا خبره یې د لوط پر کورنۍ د ملنډو وهلو له امله کوله، ځکه هغوی ورسره په هغه ناوړه او پلیتو کارونو کې ګډون نه کاوه چې دوی به کول، بلکه پر دوی به یي بد ویل د هغه بدو کړنو له امله.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ النمل • آیت 55 راتلونکې النمل • آیت 57