(یاد كړه) هغه وخت چې موسٰى خپلې ښځې ته وویل: بېشكه ما اور ولیده، زه به تاسو ته له دغه (ځاى) نه څه خبر راوړم، یا به تاسو ته بله كړى شوې لمبه راوړم، د دې لپاره چې تاسو تاوده شئ النمل ۲۷:۷ ⧉
تفسیر:
در په ياد کړه ای رسوله! کله چې موسی خپلې کور والا ته وويل: بېشکه ما يو اور وليدی، د بلېدو له ځایه به يې يا کوم داسې خبر درته راوړم چې لار راته وښيي، او يا به له اور څخه اخېستل شوې سکروټه راوړم چې له يخ څخه پرې تاوده شئ.