Landscape MP4 Vertical MP4

سورت القصص — آیت 12 (پښتو) — ویډیو

القصص • آیت نمبر 12 (ټولې 88 آيتونه) • پښتو


وَحَرَّمْنَا عَلَيْهِ الْمَرَاضِعَ مِنْ قَبْلُ فَقَالَتْ هَلْ أَدُلُّكُمْ عَلَىٰ أَهْلِ بَيْتٍ يَكْفُلُونَهُ لَكُمْ وَهُمْ لَهُ نَاصِحُونَ 12
ترجمه:
او مونږ په ده باندې دايیګانې بندې كړې وې، له مخكې نه، نو هغې (د موسٰى خور) وویل: ایا زه تاسو ته داسې كورنۍ وښیم چې ستاسو لپاره د ده كفالت (او ساتنه) وكړي، په داسې حال كې چې هغوى به له ده سره ښېګڼه كوونكي وي القصص ۲۸:۱۲
تفسیر:
او د الله په تدبير سره موسی د نورو ښځو له شېدو خوړلو منع شو، مخکې تر دې چې هغه يې مور ته را وګرځوو، کله يې چې خور د هغوی په تی (شېدو) ورکولو حرص وليد، هغوی ته يې وويل: ايا داسې کورنۍ درته ونه ښايم چې هغه ته تی ورکړي او پاملرنه ورته وکړي او هغه لره به نصيحت کوونکي وي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ القصص • آیت 11 راتلونکې القصص • آیت 13