Landscape MP4 Vertical MP4

سورت القصص — آیت 23 (پښتو) — ویډیو

القصص • آیت نمبر 23 (ټولې 88 آيتونه) • پښتو


وَلَمَّا وَرَدَ مَاءَ مَدْيَنَ وَجَدَ عَلَيْهِ أُمَّةً مِنَ النَّاسِ يَسْقُونَ وَوَجَدَ مِنْ دُونِهِمُ امْرَأَتَيْنِ تَذُودَانِ ۖ قَالَ مَا خَطْبُكُمَا ۖ قَالَتَا لَا نَسْقِي حَتَّىٰ يُصْدِرَ الرِّعَاءُ ۖ وَأَبُونَا شَيْخٌ كَبِيرٌ 23
ترجمه:
او كله چې د مدین اوبو ته ورسېده، نو د هغه (كوهي) په خوا كې يې د خلقو یوه ډله وموندله چې اوبه يې وركولې او له هغوى نه يې رابېرته دوه ښځې وموندلې چې خپل څاروي يې رامنع كول، ويې ويل: ستاسو څه معامله ده؟ هغوى وویل: مونږ (څارویو ته) اوبه نه وركوو تر هغه پورې چې شپانه بېرته (سره له ماله) لاړ شي او زمونږ پلار عمر خوړلى بوډا دى القصص ۲۸:۲۳
تفسیر:
کله چې د مدين هغو اوبو ته ورسېد چې خلک ترې خړوبیدل؛ نو يوه ډله خلک يې وموندل چې خپل څاروي خړوبوي، او له هغوی بلې خواته يې دوې ښځې وموندلې چې خپل پسونه يې له اوبو را ګرځول ترڅو خلک خپل څاروي اوبه کړي، موسی عليه السلام هغوی دواړو ته وويل: تاسو لره څه دي چې له خلکو سره يوځای خپل پسونه نه اوبوئ؟ هغوی دواړو ورته وويل: زموږ عادت دادی چې راځو خو تر هغه يې نه اوبوو چې ترڅو شپانه نه وي ګرځېدلي، ترڅو له هغوی سره ګډوډې نه شو، او زموږ پلار ډېر سپينږيری دی، پسونه نه شي اوبولی؛ نو موږ د خپلو پسونو اوبولو ته اړشوې یو
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ القصص • آیت 22 راتلونکې القصص • آیت 24