Landscape MP4 Vertical MP4

سورت القصص — آیت 25 (پښتو) — ویډیو

القصص • آیت نمبر 25 (ټولې 88 آيتونه) • پښتو


فَجَاءَتْهُ إِحْدَاهُمَا تَمْشِي عَلَى اسْتِحْيَاءٍ قَالَتْ إِنَّ أَبِي يَدْعُوكَ لِيَجْزِيَكَ أَجْرَ مَا سَقَيْتَ لَنَا ۚ فَلَمَّا جَاءَهُ وَقَصَّ عَلَيْهِ الْقَصَصَ قَالَ لَا تَخَفْ ۖ نَجَوْتَ مِنَ الْقَوْمِ الظَّالِمِينَ 25
ترجمه:
نو په دغو دواړو كې یوه ده ته راغله چې په ډېرې حیا سره يې تګ كاوه، ويې ويل: بېشكه زما پلار تا غواړي، د دې لپاره چې تا ته اجر (حق) دركړې د هغه عمل چې تا مونږ ته (زمونږ څاروي) اوبه كړي وو، نو كله چې هغه ده ته راغى او ده ته يې (خپله) قصه بیان كړه، ويې ويل: ته مه وېرېږه (اوس) ته له ظالم قوم نه خلاص شوى يې القصص ۲۸:۲۵
تفسیر:
کله چې هغوی دواړه ولاړې خپل پلار يې په کيسه خبر کړ؛ نو يوه يې ورواستوله ترڅو موسی را وغواړي، هغه د حيا په حالت کې ورته راغله ويې ويل: زما پلار دې بولي، چې راشې تر څو تاته زموږ د څارويو د اوبه کولو بدله درکړي؛ نو کله چې موسی د هغوی پلار ته راغی او په خپلو کيسو يې خبر کړ، هغه د ډاډ لپاره ورته وويل: مه وېرېږه له ظالم قوم څخه د فرعون او د هغه له ډلې ژغورل شوی يې، ځکه هغوی پر مدين پاچايي نه لري، نو تاته زيان نه شي در رسولی.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ القصص • آیت 24 راتلونکې القصص • آیت 26