ويې ويل: بېشكه زه غواړم په خپلو دغو دوه لوڼو كې یوه تا ته په نكاح دركړم، په دې شرط چې ته به اته كاله زما مزدوري كوې، نو كه تا لس كاله پوره كړل، نو ستا له اړخه به (احسان) وي، او زه په تا باندې مشقت اچول نه غواړم، ژر ده چې ته به ما له نېكانو څخه ومومې، كه الله وغواړي (ان شاء الله) القصص ۲۸:۲۷ ⧉
تفسیر:
د هغوی دواړو پلار موسی عليه السلام ته په وينا کولو وويل: بېشکه زه غواړم له دغو دواړو لوڼو يوه په نکاح درکړم، په دې شرط چې مهر به يې دا وي چې آته کاله به زموږ پسونه څروې که چېرې دې لس کاله موده پوره کړه دا به ستا لخوا ښېګڼه وي لازم نه دي درباندې، ځکه تړون يوازې پر اته کلونو دی، له هغو پورته يوه ښېکڼه ده، او زه نه غواړم چې پرتا داسې څه لازم کړم چې پر تا سختي وي، که د الله خوښه وه ما به له هغو نېکانو ومومې چې پر خپلو ژمنو وفا کوي او ژمنې نه ماتوي.