ويې ويل: ژر به مونږ ستا مټ په خپل ورور سره مضبوط كړو او تاسو لپاره به غلبه وګرځوو، نو دوى به تاسو ته نشي دررسېدلى، زمونږ د نښو په وجه۔ تاسو دواړه او څوك چې ستاسو پیروي كوي هم تاسو (ټول) به غالب وئ القصص ۲۸:۳۵ ⧉
تفسیر:
الله د موسی د دعا په قبلولو سره وويل: ای موسی ژر ده چې ستا ورور به د مرستيال رسول په توګه درسره ولېږو چې پرې قوي دې کړو، او تاسو دواړوته به يو داسې دليل او تاييد در په برخه کړو چې هغوی به تاسو ته هيڅ زيان نه شي رسولای چې تاسو يې بد ګڼئ، زموږ د هغو نښانو له امله چې تاسو مو ورسره لېږلي ياست تاسو دواړه او ستاسو مؤمن پيروان به بريالي واست.