Landscape MP4 Vertical MP4

سورت القصص — آیت 43 (پښتو) — ویډیو

القصص • آیت نمبر 43 (ټولې 88 آيتونه) • پښتو


وَلَقَدْ آتَيْنَا مُوسَى الْكِتَابَ مِنْ بَعْدِ مَا أَهْلَكْنَا الْقُرُونَ الْأُولَىٰ بَصَائِرَ لِلنَّاسِ وَهُدًى وَرَحْمَةً لَعَلَّهُمْ يَتَذَكَّرُونَ 43
ترجمه:
او یقینًا یقینًا مونږ موسٰى ته كتاب وركړى و، وروسته له هغه نه چې مونږ ړومبني امتونه هلاك كړل، په دې حال كې چې هغه د خلقو لپاره د بصیرتونو والا، او هدايت او رحمت دى، د دې لپاره چې دوى نصیحت ومني القصص ۲۸:۴۳
تفسیر:
اوقسم دی خاماخاپه تحقیق سره موسی ته مو تورات ورکړ وروسته تردې چې پخوانيو امتونو ته مو رسولان ولېږل خو هغوی درواغجن وګڼل؛ نو هغوی مو د درواغ ګڼلو له امله يې تباه کړل، چې په هغو کې د خلکو لپاره هغه څه و چې ويې ګوري؛ نو ګټه ترې واخلي او عمل پرې وکړي او هغه څه هم و چې هغوی ته زيان رسوي؛ نو پرې يې ږدي، او پکې د هغوی لپاره د ښېګڼې خوا ته لارښوونه وه او داسې رحمت و چې د دنيا او آخرت ښېګڼې پکې وې، کېدای شي د الله له هغو پېرزوينو پند واخلي چې پرې کړې يې دي؛ نو شکر به يې وباسي او ايمان به پرې راوړي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ القصص • آیت 42 راتلونکې القصص • آیت 44