ته ووایه: تاسو د الله له خوا نه داسې كتاب راوړئ چې هغه د دې دواړو كتابونو نه زیات لار ښوونكى وي، چې زه د هغه پیروي وكړم، كه تاسو رښتیني یئ القصص ۲۸:۴۹ ⧉
تفسیر:
ای رسوله! دغو خلکو ته ووايه: راوړئ داسې کتاب چې د الله له لوري نازل شوی وي او له تورات او قرآن زيات لارښوونکی وي، که چېرې مو راوړ زه به يې پيروي وکړم که تاسو په هغه دعوی کې رېښتيني ياست چې کوئ يې چې تورات او قرآن کوډې دي.