او كله چې دوى ته ولوستى شي، دوى وايي: مونږ په ده باندې ایمان راوړى دى، بېشكه همدا زمونږ د رب له جانبه حق دى، بېشكه مونږ له ده نه مخكې هم مسلمانان وو القصص ۲۸:۵۳ ⧉
تفسیر:
او کله چې پر هغوی لوستل کيږي وايي: موږ ايمان پرې راوړی بېشکه هغه حق دی چې هيڅ شک پکې نشته، زموږ د پالونکي لخوا نازل شوی دی، موږ له دغه قرآنه مخکې لا مسلمانان وو، ځکه پر هغه څه مو ايمان لرلو چې له هغه مخکې نورو رسولانو راوړي وو.