Landscape MP4 Vertical MP4

سورت القصص — آیت 76 (پښتو) — ویډیو

القصص • آیت نمبر 76 (ټولې 88 آيتونه) • پښتو


إِنَّ قَارُونَ كَانَ مِنْ قَوْمِ مُوسَىٰ فَبَغَىٰ عَلَيْهِمْ ۖ وَآتَيْنَاهُ مِنَ الْكُنُوزِ مَا إِنَّ مَفَاتِحَهُ لَتَنُوءُ بِالْعُصْبَةِ أُولِي الْقُوَّةِ إِذْ قَالَ لَهُ قَوْمُهُ لَا تَفْرَحْ ۖ إِنَّ اللَّهَ لَا يُحِبُّ الْفَرِحِينَ 76
ترجمه:
بېشكه قارون د موسٰى له قومه څخه و، نو ده په دغو (بني اسرائیلو) باندې سركشي (او لويي) وكړه او مونږه ده ته له خزانو ځنې دومره مقدار وركړى و چې بېشكه د هغو چابیانې (كلیګانې) به خامخا په طاقتورې ډلې درنېدلې، (یاد كړه) هغه وخت چې ده ته د ده قوم وویل: ته (په مال خوشحالي او) تكبر مه كوه بېشكه الله (په مال خوشالېدونكي) تكبر كوونكي نه خوښوي القصص ۲۸:۷۶
تفسیر:
بېشکه قارون د موسی عليه السلام له قومه و؛ نو پرهغوی يې لويي وکړه، هغه ته مو د مال دومره خزانې ورکړې وې چې د خزانو چابيانې به يې پر يوه ځواکمنه ډله هم درنې وې، کله چې يې قوم ورته وويل: د لويي ناز مه کوه، بېشکه الله د کبرله کبله خوشحالي کوونکي نه خوښوي، بلکې هغوی بد ګڼي او پر دغه عذاب ورکوي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ القصص • آیت 75 راتلونکې القصص • آیت 77