Landscape MP4 Vertical MP4

سورت القصص — آیت 80 (پښتو) — ویډیو

القصص • آیت نمبر 80 (ټولې 88 آيتونه) • پښتو


وَقَالَ الَّذِينَ أُوتُوا الْعِلْمَ وَيْلَكُمْ ثَوَابُ اللَّهِ خَيْرٌ لِمَنْ آمَنَ وَعَمِلَ صَالِحًا وَلَا يُلَقَّاهَا إِلَّا الصَّابِرُونَ 80
ترجمه:
او هغو كسانو وویل چې علم ورته وركړى شوى و: په تاسو افسوس! د الله ثواب ډېر غوره دى د هغه چا لپاره چې ایمان يې راوړى دى او نېك عمل يې كړى دى، او دغه خبره ښوولى نشي مګر صبر كوونكو ته القصص ۲۸:۸۰
تفسیر:
او هغو کسانو چې پوهه ورکړل شوې وه - کله یې چې قارون په خپله ښکلا کې وليدی او هغه څه يې واورېدل چې د هغه ملګرو یې تمه درلوده؛ نو هغوی - وويل: تباهي دې وي تاسو لره! د الله ثواب په آخرت کې او هغه نعمتونه چې چمتو کړي يې دي د هغه چا لپاره چې ايمان يې راوړی وي او نېک عمل يې کړی وي غوره دي له هغه څه څخه چې قارون ته کومه د دنيا ښکلا ورکړل شوې ده، او د دغې کلمې ويلو او د هغې پر غوښتنه د عمل کولو توفيق يوازې هغه صبر کوونکو ته ورکول کيږي چې پر هغه څه صبر کوي چې له الله سره کوم ثواب دی هغه ته يې لومړيتوب ورکړی پر هغه له منځه تلونکې توښه چې په دنيا کې ده.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ القصص • آیت 79 راتلونکې القصص • آیت 81