Landscape MP4 Vertical MP4

سورت القصص — آیت 86 (پښتو) — ویډیو

القصص • آیت نمبر 86 (ټولې 88 آيتونه) • پښتو


وَمَا كُنْتَ تَرْجُو أَنْ يُلْقَىٰ إِلَيْكَ الْكِتَابُ إِلَّا رَحْمَةً مِنْ رَبِّكَ ۖ فَلَا تَكُونَنَّ ظَهِيرًا لِلْكَافِرِينَ 86
ترجمه:
او تا امېد نه لاره چې تا ته به كتاب نازل كړى شي لېكن ستا د رب له جانبه د رحمت په وجه (نازل كړى شو)، نو ته له سره مه كېږه مددګار د كافرانو القصص ۲۸:۸۶
تفسیر:
او ای رسوله! مخکې له رسول کېدو دې تا دا فکر نه و کړی چې تاته به د الله له لوري قرآن وحي کيږي، خو د الله پاک لخوا يو رحمت و چې پر تا يې د قرآن د نازلېدو غوښتنه وکړه؛ نو د کافرانو مرستندويه مه کېږه په هغه ناوړه غقیدواوعملونو چې هغوی پکې اخته دي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ القصص • آیت 85 راتلونکې القصص • آیت 87